د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت د سیمهییزو قول اردوګانو اړوند د سرحدي لواګانو (۱۱۴) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړهایزو ځواکونو ښوونځي د هاوان، SPG-9، د اراضي کشف، M2 ماشیندار، M24-Sniper او د توپچي تورنانو له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهایزو ګډو زدهکړو قومندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي، د زده کړو مرستیال مولوي محمود قانع، د جګړهایزو ځواکونو د ښوونځي قومندان حافظ صدام حسین احمد ضیاء او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:”پر فکري او مسلکي زدهکړو سمبال پوځیان کولای شي په هر ډول شرایطو کې د جګړې ډګر وګټي؛ نو اړینه ده چې د فکري زدهکړو تر څنګ مسلکي مهارتونه هم ترلاسه کړئ، څو د هغوی پر مټ د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع او ساتنه وکړای شئ.”
په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود او مراسم د مسولینو له لوري فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو پای ته ورسېدل.

