د الجزیرې خبري شبکې ویلي، د غزې د کورنیو چارو او ملي امنیت وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د سختو اورښتونو او توپان له امله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیانو ژوند بایللی.
د یادې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د اسراییلي رژیم د جګړې له امله بې کوره شوي فلسطینیان، سړې هوا، شدیدو توپانونو او اورښتونو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دغهراز د غزې ښار څخه د راپور پر مهال، د الجزیرې خبریالې هند خضري ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۱۰ کورونه نړېدلي او اټکل کېږي، چې نور هم هره شېبه ونړېږي.
نوموړې زیاته کړې، فلسطینیان لا هم په دغو ودانیو کې مېشت دي، ځکه چې ترپالونه، خېمې او د سر پټولو نور بدیلونه نه لري.
د الجزیرې خبریالې هند خضري ویلي، چې له بلې خوا بیا د صهیونستي رژیم چارواکي د ژمي د اړتیاوو د مرستو د داخلېدو مخه نیسي.
همدارنګه نوموړې زیاته کړې، چې د غزې ډېره برخه اوس بېکور ده.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د طوفان له پیل راهیسې بېړني ټیمونو له څلور زره او۳۰۰ څخه زیات بېړني زنګونه ترلاسه کړي او لږترلږه ۱۲ هغه ودانۍ یې ثبت کړي، چې د اسرائیلي بریدونو له امله ورانې شوې وې.

