ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سوریې له ۴۰ کلونو وروسته په لومړي ځل له نړیوال بانک سره ګډه پروژه لاسلیک کړه

د «سانا» خبري اژانس د راپور پر اساس، سوریې له نړیوال بانک سره د برېښنا شبکې بیارغونې په موخه وروستی سند لاس‌لیک کړ، چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې په یاد هېواد کې د نړیوال بانک لومړۍ پروژه ده.

د سوریې د مالیې وزیر محمد یاسر بارنیه ویلي، چې د دې پروژې مالي لګښت د پور بڼه نه لري او د وړيا مرستو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوال بانک په همکارۍ په بېلابېلو برخو کې  نورې پروژې هم د چمتو کېدو په حال کې دي، چې د یاد بانک د بلاعوضه مرستو له لوري به  یې مالي ملاتړ وشي.

د یادولو ده، چې د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې د نړیوال بانک مدیره پلاوي سوریه کې د برېښنا شبکې ترمیم لپاره  ۱۴۶ میلیونه ډالره مرسته تصویب کړې وه.