ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ نداء محمد ندیم د ایران د روغتیا له وزیر سره د طب پوهنځیو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ایران ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د روغتیا له وزیر محمد رضا ظفر قندي سره لیدنه کړې.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د طب پوهنځیو پیاوړتیا، د ګډو کنفرانسونو جوړولو او د استادانو د تجربو شریکولو او یو شمېر نورو مهمو موضاتو په اړه خبرې شوې دي.

د لوړو زده‌کړو وزیر دغه راز د ایران له پیام نور او شهید بهشتي پوهنتونونو څخه هم لیدنه کړې او د دې پوهنتونونو له استادانو سره په ناستو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.