ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر په ایران کې له مېشتو افغانانو او استادانو سره لیدنه کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ایران کې له مېشتو افغانانو او استادانو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې یې له نږدې اورېدلې دي.

په دې لیدنه کې په ایران کې مېشتو افغانانو د وزیر د ورتګ او د دوی د ستونزو د اورېدو له امله خوښي څرګنده کړې او خپلې غوښتنې یې ورسره شریکې کړې دي.

دغه راز، په ایران کې د افغانستان د سفارت مسوولینو د فتحې وروسته د خپلو لاسته راوړنو، افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو او ترسره شویو کړنو راپور وړاندې کړی، چې د لوړو زده کړو وزیر یې ستاینه کړې او د کډوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.

شیخ نداء محمد ندیم په ایران کې مېشتو افغانانو ته په تحصیلي، زېربنایي، اقتصادي او نورو برخو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی.

نوموړي په ایران کې له مېشتو افغانانو او استادانو سره ژمنه کړې، چې ستونزې به یې د ایران له حکومتي چارواکو او د افغانستان د سفارت له استازو سره شریکوي او هغوی ته یې د حل ډاډ ورکړی.