ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزارت کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکو سره د فعالیتونو د همغږۍ په اړه تخنیکي ناسته وشوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د دغه وزارت د کرنې او اوبولګولو سکتور د رییسانو او سلاکارانو په شتون کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مسولينو سره د فعالیتونو د همغږۍ په اړه تخنیکي ناسته وشوه.

د ناستې په پیل کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني خبرې وکړې او د ناستې موخه یې د «یو.ان.ډي.پي» د پروګرامونو او پروژو د همغږۍ پیاوړتیا او د ودانیزو پروژو د تطبیق د بهیر ښه‌والی وباله.

ښاغلي عثماني وویل: « خوښ یو چې په دې تخنیکي ناسته کې برخه لرو او د مثبت بدلون د رامنځته کولو او د کرنې او اوبولګولو په برخه کې د ودانیزو پروژو د ښه پلي کولو په اړه خبرې کوو. دا ناستې د بزګر د اړتیاوو او لومړیتوبونو د تشخیص لپاره ترسره کېږي او هره موسسه چې غواړي په دې برخو کې کار وکړي او د فعالیتونو موثریت او شفافیت تضمین کړي، موږ یې ملاتړ کوو.»

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام چارواکو د ۲۰۲۵ کال د فعالیتونو او راتلونکي کال د پلانونو راپور او معلومات شریک کړل.

په پای کې، د دواړو ادارو په همغږۍ ګډې تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو راتلونکي فعالیتونه وڅاري او په بشپړه همغږۍ سره یې پر مخ یوسي.