د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، ایران ته د خپل څو ورځني رسمي سفر په لړ کې په نړیوالو چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت د رهبر، ایتالله علي خامنهاي له ځانګړي سلاکار علياکبر ولایتي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړیکو د پراختیا او د باور رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د لوړو زدهکړو وزیر د افغانستان د تحصیلي نظام او په دې برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او د افغانستان او ایران ترمنځ یې د دوهاړخیزو علمي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
نوموړي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دیني، کلتوري او تاریخي مشترکاتو ته په اشارې سره د افغانستان د طبي او تخنیکي اړتیاوو یادونه کړې او په دغو برخو کې یې پر دوهاړخیزو همکاریو او همغږۍ ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې علياکبر ولایتي، افغانستان او ایران دوه ورونه هېوادونه بللي او یادو برخو کې یې د افغانستان د لوړو زدهکړو د پیاوړتیا لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
همدارنګه د لوړو زدهکړو وزیر د ایران د اسلامي ازاد پوهنتون، چې د دغه هېواد له سترو پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي، له لابراتوارونو، کتابتون او نورو علمي برخو څخه هم لیدنه کړې ده.
دغهراز د ياد پوهنتون رهبرۍ د لوړو زدهکړو له وزیر سره د هر ډول همکارۍ چمتوالی ښودلی دی.

