د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له مشرتابه پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ناروې کمیټې تر منځ د تخنیکي او مسلکي پروګرامونو د پراختیا، د استادانو د ظرفیت لوړولو، د درسي نصاب د تدوین، د کار بازار د څېړنې او تحلیل او همدارنګه په کونړ ولایت کې د زلزلهځپلو کورنیو لپاره د سرپناه د جوړولو په اړه خبرې وشوې.
مولوي غلام حیدر شهامت وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د لا پراخو همکاریو لپاره اړین شرایط برابروي او چمتو ده، چې د ناروې کمیټې د پروګرامونو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي د ناروې کمیټې له پرلهپسې همکاریو مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په بېلابېلو تعلیمي برخو کې د ګډو همکاریو بهیر لا پراخ کړي.
همدارنګه یادې ناستې کې دواړو لوریو د یادو پروسو د ګړندي کولو او د ګډو همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

