د اسراییلو هوايي بریدونو د غزې په مرکزي سیمه کې د مغازي کمپ په نښه کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه بریدونه د بېپیلوټه الوتکو په واسطه ترسره شوي دي.
د یادې شبکې په وینا، په دغو بریدونو کې اوه فلسطینیان شهیدان شوي، چې په کې یوه ۷۰ کلنه ښځه او زوی یې هم شامل دي.
همدارنګه د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړی، که د دایمي سولې پر لور چټک پرمختګ رامنځته نه شي، په غزه کې د اوربند خبرې په “ناغوښتلي مهم پړاو” کې قرار لري او کېدای شي له منځه لاړې شي.
په ورته مهال، د سوریې ولسمشر احمد الشرع اسراییلي یرغلګر تورن کړي، چې په سیمه کې د تنش د زیاتېدو هڅه کوي، څو په غزه کې له هغو “ویرونکو وژنو” څخه د پام اړولو لپاره فضا بدله کړي چې دوی ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راپدېخوا په غزه تړانګه کې ۷۰ زره او ۳۵۴ فلسطینیان شهیدان کړي او ۱۷۱ زره او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

