الجزیرې خبري شبکې د یونان ساحلي ګارډ په حواله راپور ورکړی، چې د دې هېواد کریت ټاپو ته نږدې په یوې کښتۍ کې د ۱۷ کډوالو جسدونه موندل شوي دي.
د یونان ساحلي ګارډ ویاند ویلي، قربانیان او همدارنګه دوه ژوندي کسان د کریت ټاپو لوېدیځ په شاوخوا ۴۸ کیلومترۍ کې موندل شوي، چې ټول نارینه او ځوانان وو.
ورته مهال دوو ژوندي پاتې شویو کسانو ویلي، چې کښتۍ یې د خرابې هوا له امله له کنتروله ووتله.

