ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال ایران ته سفر وکړ

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت چارو په برخه کې د لا ښې همغږۍ په موخه د دې ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت نن پنجشنبه (د لیندۍ ۶مه) یاد هېواد ته سفر وکړ.

یاده اداره زیاتوي، چې ښاغلی نصرت به د دې سفر په ترڅ کې د ایران په مشهد، زاهدان او تهران ښارونو کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت د کاري ټیمونو چارې و ارزوي او د لا ښې همغږۍ او ښه والي په موخه به اړینې سپارښتنې وکړي.