د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک اړوند د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې په لړ کې د ټولګټو وزیر د یاد سړک د قراردادي شرکت مسولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د اړوند کاري پرسونل شمېر دې زیات کړي، د ۵۰ عرادې فعالې ماشینرۍ ترڅنګ دې یو شمیر نوره ماشینري هم د کار په ساحه کې زیاته کړي او که هوا مساعده وي د ژمې په جریان کې دې هم د کټنګ او پرکارۍ چارې ترسره کړي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د یادې ستراتیژیکې او تاریخي پروژې چارې په ټاکلي وخت او د سړک جوړونې د نړیوالو ستندردونو سره سمې بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د درنو هېوادوالو د تګ او راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې کروندګرو او سوداګرو ته به هم د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد او رالیږد په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

