د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي وایي چې د بدخشان د والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ یوه افغان پلاوي تاجیکستان ته سفر کړی.
د نوموړي په وینا، په دې پلاوي کې د سرحدي پولیسو لوی ریاست نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان هم شتون لري.
ښاغلي فاروقي زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د تاجیکستان د کوهستان مختار ولایت له والي، د ملي امنیت د سرحداتو له مرستیال او د دې هېواد د نورو امنیتي مسولینو سره په لیدنو کې د بندرونو نظم او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

