ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۳۸۲ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو وېش‌څانګې او اسان خدمت مرکزونو له لارې د روان کال په تله او لړم میاشتو کې ۳۸۲ زره او ۷۴ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې، چې له ډلې یې ۲۲ زره او ۱۲۵ د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونو له لارې وېشل شوې دي.

دغې ادارې زیاته کړې، د روان کال په یادو دوو میاشتو کې تر ټولو زیاتې، څه‌باندې ۷۱ زره برېښنایي پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې او له کابل وروسته هرات د ۵۲ زره او ۴۷۴، کندهار د ۲۱ زره او ۳۸۴، ننګرهار د ۲۰ زره او ۱۰۳ او کندوز ولایت د ۱۵ زره او ۵۱۵ برېښنایي پېژندپاڼو په وېش سره هغه ولایتونه دي، چې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې یې هېوادوالو ته وېشلې دي.

د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په عربي متحده اماراتو کې د اسان خدمت د یوه مرکز په ګډون د ټول هېواد په کچه  ۸۰ د برېښنایي پېژندپاڼو وېش‌څانګې او د اسان خدمت مرکزونه فعال دي او هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.