د الجزیرې خبرې شبکې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو تېره ورځ په غزه کې اووه فلسطینیان، چې پکې دوه ماشومان هم شامل دي، شهیدان کړي دي.
د غزې ښار څخه د الجزیرې خبریال هاني محمود وایي، دغه وژنې ښيي چې «نسلوژنه په حقیقت کې هېڅکله نه ده درېدلې».
د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راپدېخوا په غزه تړانګه کې ۷۰ زره او ۱۱۷ فلسطینیان شهیدان کړي او نږدي ۱۷۱ زره نور یې ټپیان کړي دي.

