د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع الله فرهمند سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع الله فرهمند د یاد سفارت د کړنو او پروګرامونو په اړه راپور وړاندې کړ او وې ویل، د سفارت مسولین تل په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا کوښښ کوي، چې په دې برخه کې پام وړ پایلې هم ترلاسه شوې دي.
نوموړي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش اسانتیا په اړه په ترکیه کې د افغانستان سفارت د کوښښونو یادونه وکړه او وې ویل، په ترکیه کې مېشت افغانانو ته د خدماتو برابرول زموږ په لومړیتوبونو کې دي.
دغهراز د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت کړنې او فعالیتونه وستایل.
نوموړي د یاد سفارت له لوري په ترکیه کې د افغان سوداګرو او نورو هېوادوالو د ستونزو پر حل په ټینګار وویل، اړینه ده چې په سوداګریزه، سیاسي او کلتوري برخو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره زیات کوښښ وشي.

