ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر له ترکي شرکتونو سره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو خبرې کړي

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د یو شمېر ترکي شرکتونو له مسولینو سره جلا جلا لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې په بنسټیزو او پراختیايي پروژو په ځانګړې توګه د سړکونو، پلونو او تونلونو په رغونه د ترکي شرکتونو او پانګوالو په پانګونه خبرې شوې دي.

دغه راز ټولګټو وزارت د ګډ کار او پانګونې په موخه ترکي شرکتونو ته د یو شمېر پروژو په اړه معلومات ورکړي دي.

ملا محمد عیسی ثاني ویلي: « ټولګټو وزارت روان کال د ډېر شمېر پروژو کار پیل کړی دی، چې چارې یې عملاً جریان لري او هغه پروژې، چې کارونه یې تر دا مهاله ندي پیل شوي او د تخنیکي ټیم لخوا یې تاسو ته معلومات درکړل شول دغه پروژې

د افغانستان اسلامي امارت د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس باید ژر بشپړې شي او دا چې مالي کال مخ په ختمېدو دی نو تاسو د پروژو په تړاو خپله طرحه ژر ‌تر‌ ژره د ټولګټو وزارت سره شریکه کړئ؛ ترڅو دغه پروژې د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو سره سم له تاسو سره قرارداد شي.»

په پای کې پرېکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د دغو پروژو د هوکړې او قرارداد په موخه دوامداره ناستې ترسره کړي.