ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ځانګړو زده‌کړو او ملي  خبرو اترو لومړی کنفرانس پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري په کابل کې د ځانګړو زده‌کړو او ملي  خبرو اترو لومړی دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت په دې کنفرانس کې ویلي چې په ټول هېواد کې کڼو او ړندو کسانو ته د زده‌کړو زمېنه برابره شوې ده.

د ښاغلي شهامت په وینا، د دې ادارې د زده‌کړو د ځانګړو مرکزونو شمېر له ۱۶ څخه ۲۹ ته لوړ شوی او کڼو او ړندو ته تعلیمي نصاب او درسي کتابونه هم چمتو شوي دي.