د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب، د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې د بهرنیو اړیکو له مسول انصاري ینتورک په مشرۍ له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغانستان او ترکیې دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکو ته په اشاره څرګنده کړې، چې د دواړه ملتونو اړیکې د ګډو ارزښتونو پر اساس لا پیاوړې شوې دي.
ښاغلي ثاقب د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د ترکیې هڅې ستایلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.
همدا راز ترکي پلاوي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه ستایلي او د حج، اوقافو، دارالایتامونو او نورو بېلابېلو برخو کې یې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

