د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د جوزجان پوهنتون په کوربتوب «د افغانستان په تلپاتې پرمختګ کې د کانونو ونډه» تر عنوان لاندې دوه ورځنى کنفرانس پيل شو.
د یاد کنفرانس په پرانیستغونډه کې د لوړو زدهکړو وزیر، د دې وزارت علمي مرستیال شيخ ضيا الرحمن الاريوبي، د کانونو وزارت علمي مرستیال مولوي حسام الدین حسام، د جوزجان ولايت والي قاري ګل حيدر شفق، د ياد ولايت د علماوو شورا رییس، د جوزجان پوهنتون رییس مفتي سید انورالحق حبيبي، د ولايتي ادارو یو شمېر رییسانو، د پوهنتونونو استادانو او محصلينو ګډون درلود.
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداﺀ محمد نديم د افغانستان طبیعي منابعو ته په اشاره له ټولو استادانو غوښتي، چې ځوان نسل ژمن او مسلکي وروزي.
شیخ نداﺀ محمد نديم ویلي، چې هر نظام د کانونو اېستلو لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا لري او دا چې زموږ هېواد له قدرتي زيرمو ډک دی؛ نو د اېستلو لپاره يې مسلکي کسانو ته جدي اړتیا لیدل کېږي، چې په همدې موخه بايد ټول استادان کوښښ وکړي، څو ځوان نسل ژمن او مسلکي وروزي.
دغه راز ښاغلي ندیم استادانو ته په خطاب کې ویلي: ” ژمنتيا او روڼتیا د اسلامي امارت له اصلي اصولو څخه دي، موږ تاسو ته هر ډول امکانات په اختيار کې درکوو او د خپلو زدهکړیالانو هر ډول ملاتړ ته چمتو يو.”
نوموړي ټینګار کړی، چې د پوهنتونونو ټول مسولین باید سره همغږي شي، د افغانستان پر مهمو موضوعاتو څېړنې وکړي او اړوندو ادارو ته یې د عملي کولو په موخه وړاندې کړي.
همدارنګه په یاده غونډه کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال، د کانونو وزارت مرستیال، د جوزجان ولايت والي او يو شمېر نورو مسولينو هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې کانونه يوازې د ملت پانګه نه؛ بلکی يو الهي امانت هم دی، باید کوشش وکړو، چې په دې امانت او پانګه کې ثابت قدم واوسو؛ ځکه چې کانونه زموږ شمتني ده او بايد په ګډه يي ساتنه وکړو.
د يادونې وړ ده، چې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به په اړونده موضوع د پوهنتونونو استادانو او متخصصینو له لوري د ۳۰ په شاوخوا کې علمي مقالې وړاندې شي.

