ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: په راتلونکي ژمي کې له کډوالو او د طبیعي پیښو له قربانیانو سره مرسته وکړئ

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پانګونې په جذب کې د اسلامي امارت پالیسي تر سرلیک لاندې د علمي څیړنیز سیمینار پر مهال له افغان پانګه والو او سوداګرو غوښتي، چې د ژمي موسم په را رسېدو سره له راستنو شویو او د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره مرستې وکړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت تر دې مهاله له راستنو شویو او د طبیعي پېښو له  امله له زیانمنو شویو سره هر اړخيزې مرستې کړې او راتلونکي کې هم دوام ورکوي.

د رییس الوزار اداري مرستیال ویلي، له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت پالیسي د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل دی.

نوموړي زیاته کړې، جګړه د هېڅ اړخ په ګټه نه ده او مسایل باید د یوې معقولې او منطقي طرحې او مقابل درناوي پر اساس حل شي.

همدارنګه ښاغلي حنفي ویلي، موږ پر چا برید نه دی کړی، خو د نورو د تېري په مقابل کې د خپلې خاورې دفاع خپل اسلامي، ملي او نړیوال حق ګڼي.

همدارنګه د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف ویلي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د سوداګرۍ په برخه کې اصلاحات، د صادراتو زیاتوالی، د برېښنايي سوداګرۍ پراخوالی، د ترانسپورټي دهلیزونو او  صنعتی پارکونو جوړول د اقتصادي پالیسۍ له لومړیتوبو څخه دي.

ښاغلی حنیف زیاته کړې، تېرو څلورو لسېزو جګړو او اشغال د افغانستان اقتصادي زیربناوو او انساني سرچینو ته دروند زیان اړولی دی.