ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لبنان کې د فلسطیني کډوالو پر پنډغالي د اسراییلي رژیم د هوایي برید له امله لږترلږه ۱۳ کسان شهیدان شوي

د اسرائیلي رژیم یوې بې‌پېلوټه الوتکې د لبنان په سویل کې د فلسطیني کډوالو پر یوه پنډغالي برید کړی، چې له امله یې لږترلږه ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.
الجزیرې خبرې شبکې د لبنان د روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې په دغه برید کې لږترلږه څلور تنه ټپیان شوي هم دي.

په غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسل‌وژنې جګړې کې تر دې دمه لږترلږه ۶۹ زره او ۴۸۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۰ زره او ۷۰۶ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په لبنان کې له څلور زرو ډېر کسان شهیدان شوي، چې سلګونه ملکیان په کې شامل دي.