ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: سیمه‌ییز مسوولین دې د ولس د ستونزو په حل او ټولنیزه هوساينه کې خپلې هڅې ډېرې کړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان له علماوو او مشایخو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بدخشان استازو د یو شمېر رغنیزو پروژو، لکه د برېښنا، سړکونو او ښوونځیو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره په لیدنه خوښي څرګنده کړې او په ځانګړي ډول د عامه ذهنونو د روښانولو، د اسلامي نظام د پیاوړتیا، او د ولسونو د ستونزو د حل په برخه یې کې د بدخشان د علماوو، مشایخو او مسوولینو هڅې ستایلې دي.

دغه‌راز اداري مرستیال پر سیمه‌ییزو مسوولینو د نېک چلند او دندو د صادقانه اجرا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې مسوولین دې د خلکو د ستونزو د تشخیص او ټولنیزې هوساینې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

نوموړي همدارنګه د دوی د غوښتنو په اړه ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په کچه په دې برخه کې رسېدنه او اړین اقدامات وکړي.