ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت په مدینه منوره کې د هندي عمره‌کوونکو د ترافیکي پېښې له قربانیانو سره خواشیني څرګنده کړه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې د ترافیکي پېښې له امله هندي عمره کوونکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشنیې څرګنده کړې ده.

یاد وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په مدینه منوره کې د هندي عمره‌ کوونکو د ترافيکي ناورین له امله، چې پکې شاوخوا ۴۲ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي، خپله ژوره خواشیني او غمرازي څرګندوي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې اسلامي امارت د هند حکومت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي شریکوي، د شهیدانو د لوړو درجاتو او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا کوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د حاجیانو بس د مکې مکرمې له ښار څخه مدینې منورې ته پر لار د ډیزلي ټانکر سره جنګېدلی دی.