ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستانی ژورنالیست: پاکستان امنیت شورا کې د فلسطینیانو د نسل‌وژنې د ملاتړ طرحې ته د تایید رایه ورکړې

مشهور پاکستاني ژورنالیست اوریا مقبول جان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا له لوري د غزې د سولې وړاندې شوې طرحې ته د تایید رایه کارولې ده.

دغه پاکستانی ژورنالیست زیاتوي، دا پلان په غزه کې د اسراییلو د نسل وژنې ملاتړ کوي او د فلسطینیانو خپلواک دولت ردوي.

د دغه پلان پر اساس د امریکا په سرپرستۍ د مسلمانو هېوادونو داسې پوځي ځواک جوړېږي، چې حماس بې وسلې کوي او دغه تړانګه په یوه تفریحي ځای بدلوي.

د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین پر خلاف د امریکا یوې طرحې ته د تایید رایه کاروي.