ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۳۵ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۵ زره او ۴۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې (۹۸ زره او ۵۲۵) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۱۲ زره او ۵۹۵) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۵ زره او ۳۴۱) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۹ زره او ۳۳) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۳۵ زره او ۴۹۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د یاد وزارت  معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۵۸۸) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.