د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د تاجیکستان هېواد له راغلي لوړپوړي پلاوي سره لیدنه کړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د پلاویو تر منځ د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې ښاغلي نوري د افغانستان او تاجیکستان د اړیکو پراختیا برخه کې مثبت ګامونه ستایلي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې غواړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د مخدره توکو له قاچاق او انساني قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی کوي او د قاچاق د مخنیوي په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه هم صادر شوي دي.
ملا نورالله نوري ویلي، د افغانستان او تاجیکستان د ګډ سرحد تثبیت به د دواړو هېوادونو د ثبات او امنیت په برخه کې ګټور رول ولوبوي.
دغه راز تاجیکستاني پلاوي ویلي، افغانستان او تاجیکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هېوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي.
یاد پلاوي زیاته کړې، هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره اقتصادي او په نورو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
همدارنګه په پای کې دغه پلاوي د خبرو له لارې د سرحدي ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

