د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد يونس اخوندزاده له لوري د څه باندې ۳۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کندهار ولايت په ښورابک ولسوالۍ کې د شاوخوا ۹۰ کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک د رغولو چارې پيل شوې.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير، د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست ریيس ملا دوست محمد اخوند، د ښورابک ولسوالۍ ولسوال او یو شمېر نورو مسوولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.
په ياده غونډه کې ملا محمد يونس اخوندزاده ویلي: «موږ خپل هېواد په خپله بودیجه جوړوو او هېڅکله به یې د بل چا د احسان محتاج نه کړو.»
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال په ټول هېواد کې د بيارغونې کارونه روان دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه برابره او بشپړېدو سره به يې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ټرانسپورتي ستونزې هوارې شي.

