د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او ټکنالوژۍ لوی ریاست اړوند د ښوونې او روزنې له مدیریت څخه نږدې ۴۰ تنه منسوبین له مسلکي زدهکړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې یاد ریاست نظامي مرستیال مل پاسوال انجنیر عزیز الرحمن (صلاح الدین)، ګن شمېر مشرانو او منسوبینو ګډون کړی و.
ښاغلي صلاح الدین په خپلو خبرو کې فارغ شویو منسوبینو ته مبارکي ورکړه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې په خپلو قطعاتو او جزتامونو کې تر لاسه کړې زدهکړې خپلو ملګرو ته هم ور وښیي.
وروسته د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی ریاست د حفظ او مراقبت مدیر سمونوال مولوي ریاض الله مبارز هم په نني عصر کې د ټکنالوژۍ په ارزښت خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو څخه یې په کلکه غوښتنه وکړه، چې له خپلو زدهکړو د عمل په ډګر کې ګټه پورته کړي، تر څو د ټکنالوژۍ په برخه کې په ځان بسیاینې ته ورسېږو.

