ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي پراختیا شرکت ویاند: د قوش‌تېپې کانال د ځمکو په اړه هېڅ رسمي پرېکړه نه ده شوې

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي ارغنديوال د خبر پاڼې په خپرولو سره هغه راپورونه او اوازې رد کړې، چې ګواکې د قوش‌تېپې ملي کانال شاوخوا کې پرتې ځمکې په اجاره ورکول کېږي.

 ښاغلي ارغندیوال څرګنده کړې، چې د یاد کانال د ځمکو په اړه تر اوسه هېڅ ډول رسمي پرېکړه نه ده شوې.

 دغه راز نوموړي له هېوادوالو غوښتي، چې په فريبونو ونه غولېږي او هېچا ته په دې نوم پيسې ورنکړي.