ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې وزیر د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د درملو واردوونکو سره لیدنه کړې

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مدیره پلاوي او د درملو واردوونکو سره لیدنه کړې.

 مالیې وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو، له بدیلو لارو د وارداتي درملو د ګمرکي اسانتیاوو او د سوداګرو د احتمالي ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

دغه‌راز د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولینو او د درملو واردوونکو په ګمرکونو کې د رامنځته شویو امکاناتو ستاینه کړې او له بدیلو لارو د سوداګریزو توکو د لېږد په بهیر کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او همکاریو غوښتنه کړې ده.

 د مالیې وزیر دوی ته ډاډ ورکړی، لکه څنګه چې یې وړاندې د دوی ملاتړ کړی، په اړوندو برخو کې به اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي او په مناسب وخت کې به احتمالي ننګونې او ستونزې ختمې شي.