ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنـــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۷۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۲۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۶۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۲۷۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه او ۳۰۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۱۱ کورنیو سره ټولې شپږ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

خواړه: په سپین بولدک کې لس زره او ۱۰۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۳۶ عدد سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــــګرهـــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۶۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو دوه زره او ۶۴۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۸۳۴ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون،۱۱۰ زره او۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴۶ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او۸۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۲۷ عدد سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نـــــــیمــــــــروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۱۷۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې ‍۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

روغتیا: ۶۱۸ تنه درملنه شوې ده.

مخابرات: ۱۴ عدد سیمکارتونه وېشل شوي دي.

هــــــرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له ۱۱ کورنیو سره ټولې۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کــــــــــابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه یو زر او ۸۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه زره او ۸۵۱ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه او ۱۰۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه عمومي فعالیتونه:

له ټولو لارو څخه راستنېدونکو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوی.

ټـــــــولېز ارقــــــام

ثبت شوي کډوال: یو زر او ۲۶۵ کورنۍ او پینځه زره او ۹۸۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال: دوه زره او ۸۱۵ کورنۍ او ۱۴ زره او۹۵۵ وګړي

مرسته شوي کډوال: یو زر او ۱۸۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۲۷۷ عدد