د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۳هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۳هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې یو زر او ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۷۰۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۶۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۲۵۸ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه ،۴۹۰ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳۶ کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۷۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۰ زره او ۷۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۶۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۴۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او۹۳۷ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۴۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۳۶۸ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۴۷۰ زره او۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱۶ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۲۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۴۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې۲۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، او همدارنګه یو زر او ۳۹۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې اته زره او افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۴۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: ۲۴ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له کابل څخه دوه زره او ۱۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ زره او ۹۱۶ تنه و، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، سمنګان، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ میلیونه او ۴۳۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي عمومي فعالیتونه
په ورېښمو لار او تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوب. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوب.
ټولیز ارقام
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۴۸۰ کورنۍ او اته زره او ۸۳۳ وګړي
لېږدول شوي کډوال: درې زره او ۱۸۶ کورنۍ او ۱۷ زره او ۵۴۲ وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۴۸۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۲۲۹ عدده

