ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د چاودنې له امله لږترلږه ۷ تنه وژل شوي

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د هند تر ولکې لاندې کشمیر د پولیسو په یوه مرکز کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د هند تر ولکې لاندې کشمیر سرینګر ښار د پولیسو په یوه مرکز کې شوې ده، چې وژل شوي ډیری کسان پولیس او جنایي چارواکي دي.

رسنیو زیاته کړې، چې د ټپیانو له ډ‌لې د پینځو تنو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او ښایي د وژل شویو په شمېر کې زیاتوالی راشي.