ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۲هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴ کورنیو سره ټولې۳۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۰تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۸۷مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۶۴تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۳۳عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۸۲۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۲۰۳تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۹۵۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۷۰۰تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته نهه میلیونه او ۹۲۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۱۴کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۶۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۲ زره او ۸۲۸خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۳۳عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۴۶کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو دوه زره او ۵۰۹تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۰۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۲۹۲تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون ،۶۲۵ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵۹کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۸۴۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۷۲عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه یو زر او ۹۹۸‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ زره او ۲۳۱تنه و، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا،  سمنګان،  بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه میلیونه،۳۷۴ زره او ۸۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               یو زر او ۳۵۳کورنۍ او اووه زره او۶۱وګړي

لېږدول شـوي کډوال:             درې زره او ۴۴۸کورنۍ او ۲۷ زره او ۲۲۳وګړي

مرسته شوي کډوال:              یو زر او ۴۳۶کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:         یو زر او ۳۳۸عــــدده