ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند کې د ۷۲ میلیونه  افغانیو په لګښت د لوی ګبيوني دیوال د جوړولو چارې پيل شوې

کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده له خوا د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز سيمه کې د ۷۲ ميليونه افغانيو په لګښت د شاوخوا ۳زره او ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د لوی ګبيوني دیوال د جوړولو چارې پيل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، د هلمند ولايت والي مولوي امان الدين منصور، د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست ریيس ملا محمود ثاني، د ګرشک ولسوالۍ ولسوال، د امنیې قومندان، یو شمېر مسوولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي:” موږ به هيواد والو ته د خپل مسووليت له مخې  خدمات وړاندي کوو، چې تر څو هېوادوالو او  په خاص ډول د کليوالي ولسونو ستونزي حل کړو.”

د یادونې وړ ده، چې د یاد ګبيوني دیوال د کار په بهیر کې به سلګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د یادې سيمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او کورونه د سیلابونو له زیان څخه خوندي شي.