د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید وایي، چې د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ ګډ هوکړهلیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د افغانستان کرنیز محصولات د اوزبیکستان هوايي دهلیز له لارې منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، اروپایي هېوادونو او د اوزبیکستان بازارونو ته ولېږدول شي.
ښاغلي زید زیاته کړې؛ د افغان او اوزبیک سوداګر له هېواده بهر د غوښو صادراتو په برخه کې هم یوې هوکړې ته رسیدلي او دغه لړۍ عملاً پیل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو پر پاکستان د تکیې را کمولو په موخه د بدیلو لارو په کارولو ټینګار وکړ.

