ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیې وزارت د پاکستاني درملو محصولول بند کړل

مالیې وزارت وایي، دغه وزارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د لارښوونې پر بنسټ له ۱۴۴۷ \۵ \ ۲۱ څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستان څخه واردېدونکي درمل نه محصولوي.

وزارت زیاته کړې، په دې توګه له پاکستان هېواد څخه د درملو ټولو را واردوونکو سوداګرو ته ته خبر ورکول کېږي، چې تر یادې نېټې پورې خپلې اړوندې سوداګریز حسابونه تصفیه او په جدي ډول له بدیلو لارو کار واخلي.

د مالیې وزارت په وینا، اسلامي امارت دغه پرېکړه هېواد ته د ټیټ کیفیت درملو له واردولو څخه د مخنیوي په موخه کړې او سوداګر باید د بدیلو لارو او د لوړ کیفیت درملو پر واردولو تمرکز وکړي.

د یادولو وړ ده، چي مالیې وزارت د هېواد په ټولو ګمرکونو کي د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له پاره د پام وړ اسانتیاوي برابري کړي دي او له بدیلو لارو څخه د لوړ کیفیت درملو د را واردولو په برخه کي به هم لا زیاتي اسانتیاوي برابري کړي.