د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۱هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۱هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک د ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې یو زر او ۲۸۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۸۹۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۹۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۲۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه میلیونه او ۹۷۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۲۳۱ کورنیو سره ټولې لس میلیونه او ۲۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: ۱۵ زره او ۶۳۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوې دي.
مخابرات: یو زر او ۴۷۴ عدد سیمکارتونه، چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې یې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کابل مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه یو زر او ۹۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ زره او ۷۵۶ تنه و، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، سمنګان، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي، او یادو کورنیو ته اووه میلیونه ،۳۳۱ زره او۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
ننګرهار
تورخم د ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او د هغو دوه زره او ۶۰۲ تنه غړي ثبت او بایومیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۳۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۲۰۵ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۴۷۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱۰ کورنیو سره ټولې درې میلیون او ۴۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: ۴۶۴ عدد سیمکارتونه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې یې لرلې، وېشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه د ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۱۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له بهرامچې څخه ۱۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰۰ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲،۱۸۴،۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي، او همدارنګه یو زر او ۷۳۳ تنه مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۱۴ کورنیو سره ټولې۱۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
روغتیا: ۹۱۷ تنه کډوال درملنه شوې ده.
مخابرات: ۴۶ عدد سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۴۷ کورنیو سره ټولې۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د تورخم، سپین بولدک او ورېښمو په لارو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د ثبت، انتقال، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر، زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات ورکړل شوي.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام:
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۹۷۸ کورنۍ او ۱۰ زره او ۶۳۷ تنه
لېږدول شوي کډوال: درې زره او ۴۶۵ کورنۍ او ۲۳ زره او ۴۸۱ تنه
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۸۳۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: دوه زره او ۸۵۵ عدده

