د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په سیاسي او امنیتي وضعیت، د راستنو شویو کډوالو په حالاتو، د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د سیمې پر حالاتو او د افغانستان اسلامي امارت او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې وشوې.
مولوي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له لارې د راستنېدونکو کډوالو او وروستیو زلزلو قربانیانو سره د مرستو له امله مننه وکړه او د یاد سازمان مرستې یې د افغانستان د خلکو لپاره ارزښتناکې وبللې.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت لخوا د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ژمي په رارسېدو سره په دې برخه کې لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي؛ څو د کډوالو خوندیتوب او هوساينې لپاره اړین ګامونه پورته شي.
دغه راز ښاغلي متقي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستیو شخړو او مذاکراتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د خبرو له لارې د شخړو پر حل باور لري.
ښاغلي طارق علي بخیت په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او افغانستان ته یې خپل سفر او لیدنې له لاسته راوړنو ډکې وبللې.
نوموړي په ډاګه کړه، چې ياد سازمان له افغانستان سره رغنده اړیکې غواړي او په بېلابېلو برخو کې د مثبتې ښکیلتیا له لارې لا زیاتو همکاريو ته په تمه دی.
ښاغلي بخیت همداراز ژمنه وکړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره به راستنېدونکو کډوالو لپاره پر بشري مرستو خبرې وکړي.
همداراز، نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ستاینه وکړه او د خبرو له لارې يې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

