ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره قوي هوډ لري

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په پنجشېر کې د پارندې برېښنا بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره ګړندي ګامونه اخلي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت قوي هوډ لري، چې افغانستان په ټولو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسوي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا، دا یو شعار نه دی؛ بلکي یو عملي پروګرام دی، ځکه چې په یوه اونۍ کې د یوې پروژې چارې پیل کېږي او بل اونۍ کې یوه بله پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د انرژۍ په برخه کې د هېواد ځان‌بساینې ته په خپلو مهمو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه، په نږدې راتلونکي کې به دا ورځ راورسېږي، چې افغانستان به نه‌يوازې د وارداتي برېښنا اړتيا ونه‌لري، بلکې به وتوانېږي چې نورو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي.

ملا عبدالغني برادر د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا اړینه وبلله او ویې ویل، چې افغانستان له کونړ سیند نیولې د هلمند او فراه تر پراخو لمر لرونکو دښتو او د هرات او نیمروز تر چټکو بادونو پورې د برېښنا تولید لپاره بې شمېره سرچینې لري.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر وویل، د دې بند رغنیزې چارې د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې وې.

ښاغلي عمر زیاته کړه، د دې بند چارې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې پیل شوې وې؛ مګر په تېره اداره کې د پراخه فساد له امله بشپړې نه شوې.

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په لومړي ځل هېواد کې د برېښنا د تولید په موخه عملي ګامونه پورته شول.

نوموړي د باد او ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا تولید د دې اقداماتو د نمونې په توګه یاد کړل.

همدارنګه د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم په یاد ولایت کې د پارندې بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ګوندبازي او ډله‌بازي له‌منځه تللې او افغان ملت د یوه اسلامي نظام تر چتر لاندې یو موټی شوی دی.

د پنجشېر والي ټینګار وکړ، چې سیمه‌ییزه اداره د مرکزي ادارو او برېښنا شرکت په همکارۍ هڅه کوي، څو په دې ولایت کې د برېښنا انرژۍ په برخه کې بنسټیز خدمتونه او نور فرصتونه پراخه کړي.