ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ‌ محمد خالد حنفي د لا ښې همغږۍ او همکاریو پراختیا په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د کابل لپاره د یاد سازمان له سفیر ډاکتر سعید علیاش او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، د یاد وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د ټولنې د اصلاح په لړ کې د ترسره شویو اصلاحی ګامونو په اړه هر اړخيز معلومات شریک کړي دي.

شیخ‌ محمد خالد حنفي ویلي: » د ياد وزارت بنسټیزه موخه داده، چې د اسلامي اصولو پر بنسټ یوه سالمه او اسلامي ټولنه رامځنته شي، چې یاده چاره دعوت، عامه پوهاوي او اصلاحي کړنو ته اړتیا لري. «

نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان له استازو غوښتي؛ څو د دعوت او عامه پوهاوي په برخو کې له یاد وزارت سره د تخنیکي او معنوي ملاتړ ترڅنګ د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او روزنیزو سیمينارونو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ډاکتر سعید علیاش د یاد وزارت کړنې او اصلاحی لاسته راوړنې مثبتي بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د دواړو لورو همغږي او دوامدار تعامل د متقابل تفاهم، د تجربو د تبادلې او د همکاریو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د دعوتي او ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو په برخه کې هم په متقابلو همکاریو بحث او خبرې شوې دي.