ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر: د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لرو او غواړو افغانستان د نړیوالې ټولنې فعال غړی وي

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په کابل کې د جاپان سفیر د خپلې دندې او هېواد په تړاو معلومات وړاندې کړي او له افغانستان سره یې د شته اړیکو او مرستو په اړه یادونه کړې ده.

کینیچي ماساموتو ویلي، د افغانستان هر اړخیزې خپلواکۍ ته درناوی لري او هڅې کوي، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی و اوسېږي.

د غه‌راز نوموړي د ښاري پراختیا برخه کې یادونه کړې، چې خپلې مرستې د نړیوالو ادارو او موسسو له لوري ترسره کوي او دغې چارې ته به دوام ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د افغانستان او جاپان ترمنځ د اړیکو تاریخي مخینې یادونه کړې او له امله یې د مثبتو تګلارو او د جاپان له مرستو خوښي څرګنده کړې ده.

مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، جاپان د افغان ولس یو باوري ملګری دی، چې په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان د پرمختګ، بیارغونې او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم رول لوبولی دی.

دغه‌راز نوموړي غوښتنه کړې، چې جاپان دې د ساختمان، پاکو اوبو او زېربنايي پروژو په برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي او د پاتې پروژو د بشپړېدو لپاره دې اړین ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي حقاني ويلي، افغانستان چې له تېرې نږدې نیمې پېړۍ راهیسې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ و او له امله یې ښاري او مسکن برخه هم زیانمنه شوې، نو اړتیا ده چې دغه برخو ته زیاته پاملرنه وشي.

نوموړي یادونه کړې، د نوي کابل ښار لومړي فاز ته د څښاک اوبو رسول، چې په تېر کې یې د جاپان هېواد جایکا موسسې له لوري تړون هم شوی، باید سرته ورسېږي او دغه راز د نوي کابل ښار په تړاو اساسي معلومات؛ چې له جایکا سره دي، باید د کور او ښار جوړولو وزارت ته ورکړل شي، ترڅو ترې سالمه ګټه پورته شي او خلکو ته یې ګټه ورسېږي.

همدارنګه، ښاغلي حقاني د دغه وزارت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او افغانستان ته د جاپاني پانګوالو د راجلبولو یادونه کړې ده.

د ناستې په پای کې د جاپان سفیر ویلي، د نوي کابل ښار اوبو او معلوماتو په اړه به له خپلو نورو همکارانو او هېواد سره خبرې وکړي او بیا به معلومات شریک کړي.