تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت د بشر حقونو او نړیوالو چارو له مرستیال عسکر جلالیان سره لیدنه کړې.
ایران کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ایران له زندانونو څخه د هغو افغان زندانیانو د لېږد بهیر د بیا پیل په اړه چې په حبس محکوم دي خبرې کړي دي.
دغهراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د محکومینو د لېږد د هوکړهلیک په اړه هم خبرې شوي او دواړو لوریو په دې برخه کې د فني همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

