ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۰هـ قـ نېټه چې د ۱۴۰۴/۸/۲۰هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کندهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۸۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۸۱۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۹۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۸۹۸ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه میلیونه، ۷۸۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له یو زر او ۳۶۲ کورنیو سره ټولې۱۱ میلیونه او ۴۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:

خواړه: ۱۷ زره او ۳۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۵۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننګرهار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۳۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۷۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۸۶۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه او ۱۹۰ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له ۴۷۳ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۷۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې خدمات وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۶۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له بهرامچې څخه ۱۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰۰ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه، ۱۸۴ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له ۱۳۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له ۶۸ کورنیو سره ټولې۴۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدارنګه یو زر او ۷۸۹ تنه مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له ۱۰ کورنیو سره ټولې۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په ورېښمو لار کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې خدمات وړاندې شوي دي:

روغتیا: ۹۰۷ تنو درملنه شوې ده.

مخابرات: ۳۱ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه دوه زره او ۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ زره او ۲۲ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اووه میلیونه،۷۹۵ زره او۴۱۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د کډوالو  ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د عامه پوهاوي کمېټې له لوري، په ټولو یادو لارو کې راستانه شویو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور عامه پوهاوی ورکړل شوی.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې ډول دي:

ثبت شوي کډوال: یو زر او ۴۹۲ کورنۍ او نهه زره او ۳۹۱ تنه

لېږدول شوي کډوال: درې زره او ۵۸۴ کورنۍ او ۲۳ زره او ۶۸۲ تنه

مرسته شوي کډوال: دوه زره او ۵۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۵۵۲ عدده