د بهرنيو چارو وزارت وايي؛ چې د دې وزارت او په بغداد کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت په هلو ځلو د هېواد ٢٥ تنه اتباع، چې د عراق جمهوري دولت په زندانونو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان وو ازاد شوي، او د اړینو اسنادو له برابرولو وروسته هېواد ته راستانه شوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې اسلامي امارت د هېواد اتباعو د حقوقو څخه دفاع خپله وجیبه بولي او همداراز په عراق او د نړۍ په نورو ټولو هېوادونو کې د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره ولس ته ډاډ ورکوي.
د اسلامي امارت مسولین د خپلو سفارتونو د مسولینو د هڅو قدردانی کوي.

