د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدنه کړې.
د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، په دې لیدنه کې هرات کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هغو پراختیایي پروژو په اړه خبرې شوې، چې چارې یې روانې دي.
د هرات والي د دې ولایت په لرې پرتو او محرومو سیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په هڅو د پراختیایي پروژو له پلي کېدو مننه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د هرات په مختلفو ولسوالیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۰ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

