ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې رسماَ د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست له لوري کابل کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ رسماَ پیل شوه.

د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال ویلي، چې د کابل ښاریانو لپاره د یو ټن د ډبرو سکرو بیه شپږ زره او ۸۰۰ افغانۍ ټاکل شوې او هڅه کېږي، چې دا بیه لا ارزانه شي.

ښاغلي بلال زیاته کړې؛ دغه لړۍ به پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او پروان ولایتونو ته هم غځول کېږي او هلته به د یو ټن ډبرو سکرو بیه اووه زره او ۲۰۰ افغانۍ وي.

 د ډبرو سکرو د وېش لومړي پړاو کې ۱۳۰ زره ټنه د ډبرو سکاره وړاندې کېږي او د اړتیا په صورت کې به، دا اندازه لا زیاته شي.

دغه راز د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د خلکو د هوساینې لپاره د ډبرو سکرو د بییو ټيټول او په اسانۍ سره دغه توکي تر خلکو رسول یو ستر ګام بللی دی.