پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې محکمې مخې ته د چاودنې له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چاودېدونکي توکي په یو موټر کې ځای پر ځای شوي و.
د چارواکو په وینا، ډېری ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.
اسلام اباد کې د یوې چاودنې له امله لږترلږه ۱۲تنه وژل شوي

