د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدین حقاني د هېواد له سیاسي اشخاصو او لیکوالو سره لیدنه کې د ځينو ستونزو د حل او پرمختګونو په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.
په دې لیدنه کې د سیاسي چارو کارپوه حميدالله هوتک د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سرپرست وزیر په ګډون، د مشرانو سفرونه د ملي او سیاسي تفاهم د روحیې د پياوړتیا لپاره ګټور بللي او د ولسي حقونو تضمین یې د حکومت له دقته ډک مسولیت یاد کړی.
د غونډې د ګډونوالو په وینا، د سرپرست وزیر سفرونه د ولس د اقشارو ترمنځ د یووالي سبب ګرځېدلي.
دغه راز نوموړو ویلي؛ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون باید د کادرونو د رابللو چارې لا ګړندۍ کړي او د پردیو هېوادونو له کمپونو یې را وباسي.
ګډون والو زیاته کړې؛ د پردیو توطیو دا هېواد ۴۵ کاله په شخړو کې ښکېل کړی و، چې باید له دې وروسته افغانان د نورو په لمسون د ناخوالو څخه ځان وساتي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ګډونوالو د نظرونو تر اورېدو وروسته ویلي؛ د متقابل زغم له لارې اکثره ستونزې ختمېدلی او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تللی شي.
خليفه سراج الدین حقاني په وینا، ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او تر ټولو ډېره توجه د مثبت ذهنیت جوړښت ته اړینه ده.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د فکري اختلاف ستونزه به هم په مشوره او وحدت حل شي، خو مهمه دا ده چې موجود فرصتونه ضایع نه شي.
سرپرست وزیر د عامه نظم د ټينګښت په اړه ویلي؛ له جوازه پرته څوک وسله نه شي ګرځولای او د پوليسو د تشکیلاتو تر بشپړاوي وروسته به یې جوازونه او يونیفورم هم تکمیل شي.
ښاغلي حقاني د سیمې او نړۍ اړوند زیاته کړې، اسلامي امارت له هيچا سره ستونزه نه لري او په دوحه کې شوې ژمنې د دوی له خوا عملي شوې دي.

